د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا
د ا.ا.ا د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې عمومي او اجرائیوي ریاست لپاره د (۴) قلمه برقي وسایلو (لمریزې هندارې٬ بطرۍ٬ مولدونه٬ کنترولر) د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۶/۷/۱۴۰۲هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین[په بانکي ډول ۳۷۸۰۰۰] افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۱۶/۷/۱۴۰۲هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته۱۰/۷/۱۴۰۲ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.