د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲مې فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د کابورا لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۸۴۲۴۸D-) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په صدارت څلورلاري کې موقعیت لري، د (۱۹۴۸۹۶۰) یومیلیون او نهه سوه آته څلوېښت زره او نهه سوه شپیته افغانۍ په قېمت سره د (۳۸) قلمه ډول ډول  د پرنټر رنګونو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۱۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د محاکمو د کاري وخت په اړه خبرتیا!

د محاکمو د کاري وخت د تعیین په هکله د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق نېټې د (۱ ج ۴۹۴) ګڼه حکم په اساس د هجري شمسي کال په دوهمو شپږو میاشتو کې «د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۴۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۷۳۳۲) جوړو نظامي یونیفورم د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۵۰۰) پایه مخابرو د تدارکاتو په . . .

Back to announcements