د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲مې فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د کابورا لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۸۴۲۴۸D-) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په صدارت څلورلاري کې موقعیت لري، د (۱۹۴۸۹۶۰) یومیلیون او نهه سوه آته څلوېښت زره او نهه سوه شپیته افغانۍ په قېمت سره د (۳۸) قلمه ډول ډول د پرنټر رنګونو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.