د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس دياد ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې د وژل شوي شخص دکورنۍ له غړو سره وکتل
د روان 1444 ھ ق کال د شعبان مياشتې په 5مه نېټه د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ مولوي نقيب الله (اخندزاده) دښاري محکمې د رئیس محترم مولوي فضل الرحمن (فضلي) او د تحريراتو د آمرحکمت الله (عاصم) په ملتیا د یوه وژل شوي کس د کورنۍ له غړو سره لیدنې په موخه د ياد ولايت شاجوی ولسوالۍ ته سفر وکړ.
دا چې څو ورځې مخکې په شاه جوی ولسوالۍ کې د حاجي ضابط په نوم یو کس د خپل ملګري له خوا په شهادت رسېدلی و، نو د زابل ولايت د مرافعه محکمې محترم رئيس دا مناسبه وبلله چې د مقتول کورنۍ له غړو سره د فاتحې، تسليت او غمرازۍ په هدف وويني.
په ياده ليدنه کې دمرافعه محکمې رئيس د مقتول وارثينو او خپلوانو ته اطمینان ورکړ چې په محاکمو کې به لومړیتوب ستاسو موضوع ته ورکول کېږي؛ تاسو هم د خپلې موضوع د شرعي او قانوني تعقيب لپاره خپلې اړوندې ابتدائيه محکمې ته مراجعه وکړئ، او کوښښ وکړئ چې مشران او کشران کنټرول کړی چې له باالمثل عمل څخه مخنيوي وشي.
په پای کې د مقتول وارثينو او خپلوانو د اسلامي امارت له ټولو مسؤولینو خوښي څرګنده کړه او د مرافعه محکمې د رئيس د توصیو د عملي کولو پوره ژمنه وکړه.