د ربیع الأول میاشتې د لیدو په اړه د رؤیت هلال مرکزي کمېټې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د میاشتې د لیدو د مرکزي او ولایتي کمېټو د غړو د معلوماتو له مخې د دغه کمېټو غړو د ګران هیواد افغانستان په هېڅ ولایت کې د ربیع الأول میاشت نه ده لیدلې او نه عامو هېوادوالو شرعي محاکمو ته د دې میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده، په دې اساس سبا سه شنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې ۳۰ مه ده او بل سبا د چهارشنبې ورځ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې لومړۍ نېټه ده، چې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د وږي (سنبلې) میاشتې له ۱۴مې نېټې سره برابره ده.