د جنوب غرب زون د تمیزعالي مقام اړوند لسو ولایاتو قضائي معاونینو ته سیمینار جوړ شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۸
د جنوب غرب زون د تمیزعالي مقام اړوند لسو ولایاتو قضائي معاونینو ته سیمینار جوړ شو

د جنوب غرب زون د قضائي تعلیماتو ریاست لخوا د یاد زون د تمیز عالي مقام اړوند لسو ولایاتونو (کندهار، هرات، هلمند، بادغیس، غور، زابل، اروزګان، دایکنډي، فره او نیمروز) قضائي معاونینو ته جوړ شوی سیمینار پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان په لسمه پیل شو، د سیمینار ګډونوالو ته د محترمو شیوخ کرامو لخوا د اداري اصولنامې، حقوقي اصولنامې، اندارجونو، صادرې، واردې، د وثایقو لارښوود، معین القضات، شرح المجله، د فیصلو تعلیمات نامه برخو کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.

پر دې سربېره په دغه سیمینار کې د ځینې ستونزو او مسایلو اړوند تفصیلي او علمي بحثونه وشول.

د دغه سیمینار په پای غونډه کې چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان په ۱۶مه جوړه شوې وه او د تمیز عالي مقام عمومي رئیس، د قضائي تعلیماتو عمومي رئیس، د دېوانونو رئیسانو او مفتیانواو د یاد ریاست د دفتر رئیس په کې ګډون درلود، حاضرینو ته د عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله هدایات ابلاغ شول  او سیمینار د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی