د تسلیت پیغام

m_admin
د تسلیت پیغام

{مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ 
فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}
{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ}
موږ د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر د رئیس؛ لوی، پیاوړي او مجاهد رهبر ابو ابراهیم یحیی ابراهیم حسن السنوار د شهادت له امله د فلسطین غیرتي خلکو، مجاهدو وروڼو او دغه راز  ټول اسلامي امت ته تسلیت وایو.

هغه د صهیونیست رژيم پر وړاندې له قوي مبارزې وروسته په پوره مېړانه شهید او د الله تعالی لوري ته لاړ، په داسې حال کې چې د ژوند تر وروستۍ شېبې یې د غزې په با عزته ځمکه د خپلو وروڼو او سرتېرو ترڅنګ له ځانه ډېره قوي سرښندنه، پایداره مېړانه او فداکاري ثابت کړل.

ده خپل ژوند عادلانه اسلامي هیلې ته د خدمت لپاره وقف کړ، چې له مسجد الاقصی او د فلسطین له مبارکې خاورې دفاع یې ثبوت دی.

الله تعالی دې دغه ستر شهید وبخښي او د جنت د پراخو باغونو په نعمتونو دې ونازوي، له الله تعالی څخه غواړو چې هغه د سپېڅلو شهیدانو په زمره کې حساب کړي او پر هغو ټولو کسانو دې رحمت او کرم وکړي چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

دغه راز له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې دوی ته په جنت الفردوس کې د انبیاوو، صدیقینو، شهیدانو او صالحینو چې تر ټولو غوره کسان دي، درجې ورکړي.

له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ په امت کې د ده صالح او وړ ځای ناستی پیدا کړي چې د هغه لارې ته دوام ورکړي، د جهاد بیرغ پر اوږه واخلي، ترڅو د بیت المقدس سپېڅلې خاوره د صهیونېست رژیم له ناولي وجود څخه آزاده، پاکه او په عزت سره د اسلامي امت غېږې ته راوګرځوي. 
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات
 شیخ عبدالحکیم (حقاني)

خبرتیاوي

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي عمومي ریاست لپاره د (۱) عراده فاضلآبو د . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د تسلیت پیغام

{مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ 
فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}
{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۴۲
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د محمد کیهان (حیدرزاده) ساختماني . . .

Back to announcements