د زابل ولایت د محاکمو د قضائي او اداري غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۲
د زابل ولایت د محاکمو د قضائي او اداري غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ؛ د ياد ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د غړيو، د عدليې او زراعت رياستونو  د رئيسانو په شتون کې په  ۸/ ۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه د مرافعه محکمې د رئيس په وينا پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل شو او د مرافعه محکمې رئيس د سترې محکمې د عالي مقام د دارالانشاء محترم عمومي رياست د ۱۴۴۴هـ ق کال د ۲۴ نمبر متحدالمآل په عملي کولو ټينګار وکړ.
د غونډې په دوام ځينې متفرقه موضوعات هم غونډې ته د حل په موخه وړاندې شول؛ د غونډې ګډونوالو د ذکر شويو موضوعاتو د حل لپاره خپل نظرونه وړاندې کړل او د حل په موخه يې لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د کابل ښار ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې له (۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۹۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۲۱۴۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د اسنادو او وثایقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۱۴۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۸
Background image

د بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی. . .

بیا په خبرونو کی