د کابل ولایت قرهباغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د کابل ولایت قرهباغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د «بارک اب» په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو کورنیو ترمنځ مخالفتونه او دښمني رامنځته شوې وه.
دغه قضیه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت سره وڅېړل شوه؛ د محکمې مسئولینو د حکم له صادرېدو مخکې، دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول، چې د دواړو لوریو لخوا د محکمې دغه غوښتنه ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت او هوکړې وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه؛ په دغه غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به دواړه کورنۍ په پوره امن او سوله کې ژوند کوي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو د قرهباغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د دغه اقدام مننه او ستاینه وکړه او د دغه ډول مسایلو حل یې د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وباله.
