د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل (8) کلنه موضوع حل شوه
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۸/۸ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل اته کلنه موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې اته کاله مخکې د قره باغ ولسوالۍ اړوند په "قره قول" سیمه کې رامنځته شوې وه؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د محکمې لخوا دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
یاده موضوع د یوې غونډې په ترڅ کې چې د دواړو لورو قومي مشرانو او علماوو هم ګډون درلود، د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
