د بغلان او سمنگان د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۱۳
د بغلان او سمنگان د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د بغلان او سمنگان ولايتونو د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ د څانګې لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان مولوي خان محمد (ناظم) په ۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې قوماندانۍ مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د یاد زون د نظامي محکمې محرر مولوي عبدالله مسلمیار او يو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یاد رياست د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت مدرس مولوي عبدالله جان عابد وینا وکړه وویل، د نظام بنسټ په اطاعت را پيل شوی، الله تعالی په اطاعت سره کامیابي او بقاء درکوي، لازمه ده چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړو، له بې اتفاقۍ، اختلاف او بې اعتمادۍ څخه ځانونه وساتو.
د غونډې په دوام د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله آغا ذهین وویل، موږ باید د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول سختي، تکلیفونه او ستړیاوې په سړه سینه وزغمو، ترڅو د الله تعالی او د نظام حق په کامله معنا ادا شي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د هرات، زابل او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۷۱۱۳) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات، زابل او لغمان ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۷۱۱۳) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د حقیقي او حکمي اشخاصو د حقونو اړوند (۱۰۰۰۴۰) قطعې حقوقي عریضې ثبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه اجرا کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د هغو پنځو روزنیزو پروګرامونو چې. . .

بیا په خبرونو کی