د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۲
د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، الحاج مولوي محمد رحیم (نعماني)، په مشرۍ، په ۱۳/۳/۱۴۴۸هـ ق نېټه، د یادې محکمې د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، قضائي او اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د ابتدائیه محکمې رئیس له‌خوا علمي او هر اړخیزه وینا وشوه.
د ابتدائیه محکمې رئيس د حاضرۍ په پابندۍ، پر ټاکلي وخت دندې ته د حاضرېدو، د رسمي کاري وختونو مراعات او د کاري نظم پر ساتلو ټينګار وکړ، زیاته يې کړه، ټول کارکوونکي باید د سترې محکمې عالي مقام متحدالمآلونه مطالعه او د هغې مطابق خپل کارونه ترسره کړي.
دغه راز نوموړي ټولو کارکوونکو ته هدایت وکړ، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د فرمان مطابق خپل صورت او سیرت برابر کړئ، د محکمې اړوند چارې په امانتدارۍ، صداقت او د نافذه اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کړئ، د قضائي او اداري چارو د ځنډ د مخنیوي او د مراجعینو ستونزو د حل لپاره لازمې هڅې وکړئ.
د غونډې په پای کې د کارونو د لا بهبود په موخه ګډونوالو خپل نظرونه او مشورې شريکې کړې.
غونډه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۲۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د شکردرې، ګلدرې، میربچه کوټ او کلکان ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د یاد ولایت د (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د رئیسانو. . .

بیا په خبرونو کی