د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د يوه پلاوي په مشرۍ زابل ولایت ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۹:۴۳
د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د يوه پلاوي په مشرۍ زابل ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د خپلو ولايتي سفرونو او ولايتي محاکمو د چارو د نظارت او بررسۍ په دوام، په ۲۲/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوه پلاوي په مشرۍ زابل ولایت ته سفر وکړ.
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د دغه سفر پر مهال لومړی د مرافعه محکمې په ریاست کې د مرافعه محکمې له رئیس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس مفتي فضل الرحمن (فضلي)، د نظامي محکمې رئيس شیخ عبدالقيوم (اخندزاده) او د اړوند محاکمو له قضائي او اداري مسؤولينو سره وکتل.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې قاضي‌القضات شيخ صاحب وينا وکړه وويل، زموږ د سفر موخه داده چې د خپلو ماتحت محاکمو له مسؤولينو سره ووينو، د هغوی په حال ځان خبر کړو، موجوده اړتیاوې یې معلومې او د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د مسؤولينو او منسوبینو څخه مشورې او وړاندیزونه واخلو.
دغه راز د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات شيخ صاحب زياته کړه، زموږ او ستاسې پر غاړه ډېر دروند مسؤولیت پروت دی؛ نو په کار ده چې د دغه مسؤوليت د ادا کولو لپاره پوره هڅه او کوښښ وکړو، محاکم د اسلام او اسلامي نظام د بقاء لپاره لازم او ضروري دي او د محاکمو دوام په عدالت سره قایم کېداي شي؛ بناءً د محاکمو مسؤولين بايد خپلې چارې په داسې طريقه ترسره کړي چې په نتیجه کې یې حق حقدار ته ورسېږي، مجرم ته د جرم مطابق سزا ورکړل شي.
په دې سربېره محترم قاضي‌القضات شيخ صاحب د محاکمو مسؤولينو ته لاندې هدایات وکړل:
1-    د حدودو د تحقيق او سزا ورکولو لپاره د الله (جل‌جلاله) له لوري اصول ټاکل شوي دي، موږ او تاسو ته په کې اختيار نه دی راکړل شوی؛ نو د یادو مسایلو په تړاو بايد د الهي اوامرو مطابق تحقيق وکړو او مجرمینو ته د الهي امر مطابق سزا ورکړو، په تعزيراتو کې بيا د وخت امام او قاضي ته د تحقيق او سزا ور کولو لپاره اختيار ورکړل شوی دی؛ نو د محاکمو مسؤولين بايد د موضوع پوره تحقیق وکړي، وروسته مجرم ته د هغه د جرم مطابق سزا ورکړل شي.
2-    نظام د يوه کور حيثيت لري، په کور کې چې هر غړی خپله دنده په ښه ډول سره ترسره کړي، نو دغه کور جوړېږي او پرمختګ کوي؛ خو که چېرې د کورنۍ غړي خپلې دندې په ښه ډول ترسره نه کړي، نو کور خرابيږي او د له منځه تللو سبب يې کېږي.
3-    د علماوو شورا او د سيمې له علماء کرامو سره باید ښې اړیکې وساتئ، ترڅو د علماء کرامو په توسط موضوعات په سوله سره حل شي، په دې سره به له يوې خوا د محاکمو کارونه کم شوي وي او له بلې خوا به د مراجعينو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي.
4-    بايد له ټولو امارتي ادارو سره پوره همغږي ولرئ، ترڅو در سپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړی، چې د اسلامي نظام د بقاء سبب شي.
5-    په هره موضوع کې بايد د موضوع له طرفينو سره ښه چلند وشي، خبرې يې په غور واورېدل شي، د موضوع اړوند ټول معلومات ورڅخه واخيستل شي او په غور مطالعه شي، ابتدائيه محاکم باید د موضوع پوره تحقیق وکړي، وروسته له هغه حکم وشي او لوړه محکمه د ابتدائيه محکمې فيصله په غور او دقت وګوري.
د غونډې په پای کې د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) د سترې محکمې له رئیس او قاضي‌القضات شيخ صاحب څخه مننه وکړه چې د زابل ولایت د محاکمو د چارو د نظارت او دغه راز د دوی د اړتیاوو اورېدو په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.
نوموړي د سترې محکمې محترم رئیس او ورسره مل پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ټولې چارې به په ټاکلي وخت د اصولو په رڼا کې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د زابل ولایت په مقام کې د ياد ولايت له والي صاحب، مرستيال والي، د علماوو شورا، استخباراتو او د فرامينو او حکمونو له تطبیق څخه د نظارت رئيس صاحب سره غونډه وکړه، د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په ارزښت یې پر تفصیلي خبرو سربېره مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی