د کابل ښار ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۱۹
د کابل ښار ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې له (۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۹۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۰۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۴۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۱۳) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۸۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۴) دوسیې فیصله شوې،(۳۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۸۲) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۳) دوسیې فیصله شوې، (۲۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی