د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له والي او نورو مسؤولینو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۶
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له والي او نورو مسؤولینو سره وکتل

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ۹/۳/۱۴۴۶هـ ق نېته د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د تقویې په موخه د یاد ولایت له والي محترم مولوي مهرالله (حماد)، د علماوو شورا له رئيس شیخ صالح محمد (فقیر)، د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو له رئيسانو، غړو او د پکتیا ولایت د څوارلس ولسوالیو ابتدائيه محاکمو له رئيسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس خبرې وکړې، محترم والي او راغلو میلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه او د پکتیا ولایت مسؤولین يې لا ښې همغږۍ ته را وبلل او د ټولو مسؤولینو له همغږۍ یې خوښي څرګنده کړه.
د ناستې په دوام د علماوو شورا رئيس محترم شیخ صالح محمد (فقیر) خبرې وکړې وويل، د عدل او انصاف شرعي نظام جوړول د اسلامي امارت له امیدونو څخه و، له ډېرو قربانیو وروسته لوی الله (جل جلاله) موږ ته شرعي نظام را نصیب کړ.
نوموړي زیاته کړه، موږ مسلمانان دوه دښمنه لرو چې یو نفس او بل شیطان دی، باید خپل نفس کنټرول او له شیطان څخه لرې واوسو، درانه قاضي صاحبان باید د اسلامي امارت د نظام تر چتر لاندې عدل قایم کړي، د بې انصافۍ او بې عدالتيو مخه دې ونیسي.
د علماوو شورا رئيس د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت لپاره لويه سرمايه یاده کړه او د نوموړي هڅې يې وستايلې.
د ناستې په پای کې د پکتیا والي محترم مولوي مهرالله (حماد) خبرې وکړې وويل، د پکتیا قضائي ادارې د ولایت له نورو ارګانونو او ادارو سره پوره همغږي لري، د شهیدانو، کونډو او یتیمانو د قربانيو ستاینه يې وکړه، زیاته يې کړه، موږ باید د شهیدانو د وینوپه خاطر دغه نظام ته په درنه سترګه وګورو، د کونډو او یتیمانو حقونه ضایع نه کړو، په ټولو ادارو کې عدل پلی کړو او له بې انصافۍ څخه ډډه وکړو.
د پکتيا والي د مجاهدینو د لیکو په اړه وويل، موږ باید د اسلامي امارت صفوف پاک وساتو، د اسلامي امارت محاکم د شل کلن جهادي دور ثمره ده، قاضي صاحبانو ته په خطاب کې یې وويل، په خپلو چارو کې خالیګاوې مه پریږدئ، خپلې چارې په اخلاص او صداقت سره ترسره کړئ، ترڅو محاکم شفاف او ولس راضي وي.
ناسته د علماوو شورا د رئيس په دعا ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی