د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۴۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۴۱
د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۴۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې د (۴۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۷) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۴۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۸) دوسیې فیصله شوې، (۴۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۹۴) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۷) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی