د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۳:۴۶
د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني)؛ د تحریراتو د آمر مولوي عبدالحنان په ملتيا، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۳مې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د ياد ولايت د دايميرداد، جغتو، سيدآباد، جلرېز، نرخ او چک ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو ټولو مسؤولينو ته اړينې سپارښتنې وکړې وويل، حاضرۍ ته پابند اوسئ، له مراجعينو سره غوره چلند کوئ، کارونه پر وخت ترسره کوئ، تر څو دوسيې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي او جزائي دوسيو ته په اجراآتو کې لومړيتوب ورکړئ.
د يادونې وړ ده چې په دې ليدنه کې د يادو ټولو محاکمو د قضائي، حقوقي او اداري برخو له اجراآتو څخه هم څارنه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو رئیسانو سره غونډه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي امین الله (منیب)؛ د یاد ولايت د دوولس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره په ۱۳/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې په ۱۵ /۹ /۱۴۴۶هـ ق نېټه دوو کسانو د الکولي مشروباتو د انتقال په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
 ابتدائیه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د نورستان او بدخشان ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۷۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د نورستان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۷۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی