د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس او مل پلاوي د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۳۷
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس او مل پلاوي د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني)، د یادې محکمې د مدني دېوان عضو محرر مولوي عبدالمالک (حقمل) او د عامه امنیت دېوان عضو محرر مولوي محب‌الله (صمیم) په ملتیا، په (۳/ ۶/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د یاد ولایت د مرکزي بهسود، حصې اول، دایمیرداد، جغتو او سیدآباد ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د په  دغه سفر کې د اړوندو محاکمو له رئیسانو، مفتي صاحبانو او محرر صاحبانو سره ناستې وکړې، د محاکمو قضائي چارې، وثایق او اداري اجراآت یې وکتل او د چارو د لا ښه‌والي په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز، د مرافعه محکمې عمومي رئیس ټولو مسئولینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند، ښو اخلاقو، صبر او استقامت سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې خپلې ورځنۍ چارې د سترې محکمې له لوري د صادرو شویو متحدالمآلونو په رڼا کې ترسره کړي؛ لومړی باید یاد متحدالمآلونه په خپل ځان عملي کړي او وروسته یې د نورو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي.

دغه راز، د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، مفتي صاحبانو او محررینو ته سپارښتنه وشوه، چې په جزائي موضوعاتو کې د ابلاغ پارچې د ولایت د زندانونو له آمریت سره شریکې کړي.

د مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ د یاد پلاوي دغه سفر په (۶/ ۶/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس او مل پلاوي د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني)، د یادې محکمې د مدني دېوان عضو محرر مولوي عبدالمالک (حقمل) او د عامه امنیت دېوان عضو محرر مولوي محب‌الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۷۹۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

 د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۹۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۵۷۹). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲). . .

بیا په خبرونو کی