د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس او مل پلاوي د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني)، د یادې محکمې د مدني دېوان عضو محرر مولوي عبدالمالک (حقمل) او د عامه امنیت دېوان عضو محرر مولوي محبالله (صمیم) په ملتیا، په (۳/ ۶/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د یاد ولایت د مرکزي بهسود، حصې اول، دایمیرداد، جغتو او سیدآباد ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د په دغه سفر کې د اړوندو محاکمو له رئیسانو، مفتي صاحبانو او محرر صاحبانو سره ناستې وکړې، د محاکمو قضائي چارې، وثایق او اداري اجراآت یې وکتل او د چارو د لا ښهوالي په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز، د مرافعه محکمې عمومي رئیس ټولو مسئولینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند، ښو اخلاقو، صبر او استقامت سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې خپلې ورځنۍ چارې د سترې محکمې له لوري د صادرو شویو متحدالمآلونو په رڼا کې ترسره کړي؛ لومړی باید یاد متحدالمآلونه په خپل ځان عملي کړي او وروسته یې د نورو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي.
دغه راز، د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، مفتي صاحبانو او محررینو ته سپارښتنه وشوه، چې په جزائي موضوعاتو کې د ابلاغ پارچې د ولایت د زندانونو له آمریت سره شریکې کړي.
د مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ د یاد پلاوي دغه سفر په (۶/ ۶/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه پای ته ورسېد.
