د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د هېوادوالو د ستونزو د حل، هغوی ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو، د عدلي او قضائي خدمتونو پر مهال له هېوادوالو سره د غوره چلند او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د هېوادوالو د ستونزو د حل او د هغوی د شرعي او حقوقي غوښتنو د څېړنې او حل په برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه، چې د هېوادوالو خدمت، د هغوی د ستونزو پر وخت حل او د حقونو تأمین د امارتي ادارو له مهمو مسئولیتونو څخه دي او په دې برخه کې باید ټولې اړوندې ادارې په ګډه او غوره همغږۍ خپلې دندې ترسره کړي.
د ناستې په پای کې د شپږو زونونو والي صاحبانو د اړوندو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او د خپلو سیمو د چارو په تړاو معلومات شریک کړل.
دغه ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی