د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس خبرې وکړې وویل، ټول ملګري بايد خپل کارونه په اخلاص، ديانت او امانتدارۍ سره ترسره کړي، تر څو د خلکو موضوعاتو ته په ټاکلي وخت او شفاف ډول رسېدنه وشي، د موضوعاتو د حل په برخه کې د خنډ او ځنډ مخنیوی وشي او د ټولو ملګرو بايد سيرت او صورت د شريعت موافق وي.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد مجلس ګډونوالو ته د يو شمېر موضوعاتو ترڅنګ زياته کړه، چې موږ او تاسو بايد د الله تعالی او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د اطاعت تر څنګ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهاللهتعالی) اطاعت په هر وخت کې په پوره معنی سره وکړو، فرامینو ته يې باید ژمن پاتې شو او په ځان يې عملي کړو، تر څو د دنيا او اخرت له عذاب څخه خلاص شو.
نوموړي زیاته کړه، زموږ صورت او سیرت باید له شریعت سره برابر وي، د محکمې له اجناسو او امکاناتو څخه باید په سمه توګه استفاده وکړو؛ ځکه دلته هر څه له موږ سره امانت دي، له خلکو سره باید ښه چلند وکړو، څو خلک زموږ له ښو اخلاقو څخه اغېزمن شي.
د مرافعه محکمې رئیس څرګنده کړه، چې د محاکمو قضائي او داري منسوبین باید په ټاکلي وخت او په پوره معنا خپلو دندو ته رسېدنه وکړي، څو د خلکو ستونزې حل او چارې یې پر وخت ترسره شي او هېڅوک بېموجبه زیانمن نه شي.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.
