د سترې محکمې قضائي زده کړو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
د سترې محکمې قضائي زده کړو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي زده کړو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د قضائي زده کړو ریاست د سترې محکمې عالي مقام د لزوم دید په اساس (۴) سیمینارونه جوړ کړي دي.
۲ـ د سترې محکمې اړوند د محاکمو د فیصلو لارښود کتاب، د مرکزي دارالافتاء ریاست، د جنوب لوېديځ زون د تمیز ریاست او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې نظرونه او مشورې، چې په یاد کتاب کې ځای پر ځای شوي وو او همدارنګه ځینې یې چې په کتاب کې نه وه ځای پر ځای شوي؛ یاد ریاست ته د نظر غوښتلو په موخه رالېږل شوی و، چې د رئیس او قضائي استادانو له‌خوا د محاکمو د فیصلو لارښود کتاب او د پورته ذکر شویو ادارو نظرونه او مشورې په مشترک ډول له پيل څخه تر پایه په دقیق ډول مطالعه کړل، په پایله کې یې خپلې ملاحظې د محاکمو د فیصلو لارښود کتاب په اړه او دغه راز خپل نظرونه یې د مرکزي دارالافتاء ریاست، د جنوب لوېديځ زون د تمیز ریاست او د دیني خپرونو نظارت او کره کتنې ادارې ملاحظات ترتیب او د سترې محکمې عالي مقام د دفتر لوی ریاست ته رسمًا ولېږل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ قضائي مدققینو د شاهدانو د تزکیې طرزالعمل کتاب د قوانینو په چوکاټ کې ترتیب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

د سترې محکمې قضائي زده کړو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي زده کړو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د قضائي زده کړو ریاست د سترې محکمې عالي مقام د لزوم دید په اساس (۴) سیمینارونه جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ، د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۲/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو. . .

بیا په خبرونو کی