د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۲۷
د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ، د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۲/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه يې ورته وینا وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس د حاضرۍ په وخت امضاء کولو، دندې ته په خپل وخت حاضرېدو، له مراجعينو سره د نېک چلند او امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د مراعات په اړه ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، د محاکمو ټول مسؤولين باید له خلکو سره نېک او ښه چلند وکړي، باید هېڅوک له موږ څخه شکایت ونه کړي، ځکه د هېوادوالو د عدالت د تأمین د تمې او هیلې پوره کولو او د مظلوم د اوښکو پاکولو ځای محاکم دي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی