د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۸
د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د خوارکي توکو، قرطاسیې، تنظیفاتي توکو، د پرینټر رنګونو، د صحافي چارو، مایع ګاز، تیل، روغنیات او فلتر د قراردادونو چارې (۲۵٪) ترسره شوې او پاتې يې تر کار لاندې دي.
۲ـ د (۱۵) عرادو موټرو قرارداد اعلان ته سپارل شوی دی.
۳ـ د سترې محکمې د روغتیایي کلینیک له‌خوا (۲۰۵۲) مجاهدینو او منسوبینو د تداوۍ، لابراتواري معایناتو، د غاښونو، زرقیاتو، سیروم، اکسیجن تراپي، انتاني ناروغیو او د زړه ګراف په برخو کې اجراآت شوي دي.
۴ـ د سترې محکمې د اړتیا وړ (۱۵۷۴) د معاشاتو او مصارفو، قرطاسیې، د وثایقو، مطبوع، د مواهیرو، ټکنالوژۍ، د اجناسو د خریدارۍ، تنظیفاتي اجناسو، خوراکي توکو، پټرولو، ډیزلو، مایع ګاز، مبلایل، د مبلایلو او ډیزلو فلترونو او نورو بېلا بېلو پرزو حوالې اجرا شوې او د نورو مراحلو په موخه مالیې وزارت ته لېږل شوي دي.
۵ـ د کابل ولایت په مرافعه محکمه کې د مراجعینو لپاره د سایه‌بان او غرفو جوړول، د دفترونو لپاره د الماریو جوړول، د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او څلورګونو زونونو د دفترونو رنګمالي او ترمیم، په څلورګونه زونونو او د نشه‌يي توکو په محکمه کې د درې پایو جنراتورونو او چینج آورونو نصب او منتاژ کول او تر فتحې مخکې د سترې محکمې او قضائي زده کړو ریاست د دوه میټرونو د برق باقیداري تصفیه شوې ده.
۶ـ د محاکمو مسؤولينو ته (۶) عرادې موټر توزېع شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی