د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او مسلکي سیمینار جوړ شو.
په یاد سيمینار کې ګډونوالو ته د حقوقو د تطبیق ډولونه، طریقې او اصولي کړنلارې په تفصیل سره تشرېح او وښودل شوې، د هغوی قانوني صلاحیتونه او مسؤولیتونه ورته روښانه شول.
سربېره پر دې، د سیمینار ګډونوالو ته د مراجعینو عرایضو او حقوقي موضوعاتو ته د اصولي رسېدنې په اړه لازم وضاحتونه او دلایل وړاندې شول، د سیمینار په وروستۍ برخه کې د حقوقو د تطبیق اړوند متحدالمآل هم په تفصیل سره تشرېح شو، تر څو په راتلونکو اجراآتو کې د واحدې او منظمې تګلارې له مخې عمل پرې وشي. 
په پای کې ګډونوالو یاد سیمینار ګټور وباله او د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه او دغه سیمینار د دعاء په ویلو پای ته ورسېد.
د یادونې وړ ده، چې د یاد د دغه روزنیز سیمینار موخه د حقوقو د تطبیق چارو لا ښه‌والی او د کاري ظرفیتونو پیاوړتیا وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۹۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۴) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۸۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۴) وثيقې هم. . .

بیا په خبرونو کی