د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱۳
د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي ضیاءالحق (عکرمه) او د جزا دېوان رئیس مفتي امین ګلاب (امین) په ملتيا، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدې په ۳۰مه نېټه د ننګرهار ولايت د زندانونو چارو د سمون ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هيئت په پيل کې د توقیف خونې او ټولو بلاکونو څخه له نږدې لیدنه وکړه، د محبوسینو غوښتنې او ستونزې یې په مستقیم ډول واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې قانوني غوښتنې به یې له اړوندو مسؤولینو سره شریکې او د اصولو سره سم به ورته عاجله رسېدنه وشي.

دغه هيئت د بندیانو د ژوند د شرایطو د ښه کولو او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د زندانونو چارو د سمون ریاست له رئیس او نورو مسؤولینو سره خبرې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنې ترڅنګ يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

د لیدنې په دوام یاد هيئت د دغه ریاست د کوچنیانو له ځانګړې څانګې څخه لیدنه وکړه؛ د هغوی د درس، روغتیا او استراحت ځایونه يې له نږدې وکتل، الحمدلله په دې برخه کې يې کومې ستونزې نه درلودې.

دغه راز د کوچنیانو د څانګې مسؤولینو ته سپارښتنه وشوه، چې له ماشومانو سره د ښې او انساني رویې ترڅنګ، د هغوی د زده کړو او تعلیم په بهیر کې لا زیات کوښښ او هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په ۵/۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲/ ۱۴۴۷ھ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو او د شپږو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په. . .

بیا په خبرونو کی