د غزني زون نظامي محکمې په هڅو د قتل پنځه کلنه موضوع حل او فصل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۴
د غزني زون نظامي محکمې په هڅو د قتل پنځه کلنه موضوع حل او فصل شوه

د غزني زون نظامي محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب، د قتل یوه موضوع، چې پنځه کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د‌ میدان وردګو ولایت بند‌چک‌ ولسوالۍ، په میر احمد خېلو کلي کې د‌ دوو کورنیو ترمنځ د‌ کورنۍ شخړې په پایله کې رامنځته شوې وه؛ چې له امله يې يو کس وژل شوی و.
یاده موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، دواړو طرفونو ته د صلحې ترغيب وشو، دوی هم ومنله، موضوع يې رسماً پای ته ورسېده او شته دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

په بلخ ولايت کې يوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت اړوند د بلخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او زنا په تور، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی