د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبیحالله (ساجد) د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د کابل ولايت د قرهباغ، شکردرې، ګلدرې، کلکان او میربچهکوټ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس په یادو لیدنو کې د محاکمو قضائي چارې، استفتاوې، فتواوې، قضائي حکمونه، د وثیقو د ثبت بهیر، اداري اسناد، اندراج، وارده، صادره او د رسیداتو کتابونه وکتل.
د ليدنې په دوام محترم مفتي ساجد د محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او په دې اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د یادو محاکمو د حقوقو مدیریتونو له اجراآتو هم لیدنه وشوه او د اجراآتو د ښهوالي په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.
په دې سربېره د مرافعه محکمې رئيس د قرهباغ او شکردرې ولسوالیو له نظارت خونو لیدنه وکړه؛ د متهمینو غوښتنې او مشکلات یې واورېدل او محاکمو ته هدایت وشو، تر څو ژر تر ژره د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
