د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۲۴
د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبیح‌الله (ساجد) د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د کابل ولايت د قره‌باغ، شکردرې، ګلدرې، کلکان او میربچه‌کوټ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس په یادو لیدنو کې د محاکمو قضائي چارې، استفتاوې، فتواوې، قضائي حکمونه، د وثیقو د ثبت بهیر، اداري اسناد، اندراج، وارده، صادره او د رسیداتو کتابونه وکتل.
د ليدنې په دوام محترم مفتي ساجد د محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او په دې اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د یادو محاکمو د حقوقو مدیریتونو له اجراآتو هم لیدنه وشوه او د اجراآتو د ښه‌والي په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.
په دې سربېره د مرافعه محکمې رئيس د قره‌باغ او شکردرې ولسوالیو له نظارت خونو لیدنه وکړه؛ د متهمینو غوښتنې او مشکلات یې واورېدل او محاکمو ته هدایت وشو، تر څو ژر تر ژره د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

محاکم ولايت بدخشان طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۷۴۰) دوسیه، به تعداد (۴۷۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت بدخشان، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۹
Background image

محاکم ولايت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۷۳) دوسیه، به تعداد (۱۳۵) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت سمنگان، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائيۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۲۷/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۰/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) به شرح ذیل می‌باشد:
در بخش حقوقی:
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۳۵
Background image

محاکم ولايت پروان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۰۸) دوسیه، به تعداد (۱۴۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت پروان، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۲۷/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح. . .

بازگشت به اخبار