د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو آمر، د اختصاصي محکمې رئيس او قضائي غړو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د امنیتي قطعې قوماندانانو په ګډون، په ۲۲ /۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وویل، د ژمي موسم په را رسېدو سره یخني زیاته شوې، نو د مراجعینو کار باید ونه ځنډول شي، له مراجعینو سره په ښه اخلاقو او نرمۍ چلند وشي.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته د مخزن ساتلو، حقوقي بندیانو، عريضو، جزائي اصولنامې د تطبيق او حاضرۍ په اړه لازمې او اړينې لارښوونې وکړې.
د غونډې په وروستیو کې ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو خپلې ستونزې شریکې کړې او وویل، موږ اوس د خلکو او ولس د ستونزو حل په موخه راټول شوي یو، باید داسې خدمات وړاندې کړو چې ولس مو راضي شي، حق حقدار ته ورسېږي او د ظالم د ظلم مخنيوی وشي.
غونډه د اختصاصي محکمې رئیس مولوي امان الله لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۴۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۴۱) جزائي، حقوقي او تجارتي دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل (8) کلنه موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۸/۸ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل اته کلنه موضوع حل او فصل شوه.
یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۷
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رجب المرجب میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په جریان کې د (۷۳) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي دي.
په یادو. . .

بیا په خبرونو کی