د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي‌القضات د اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته د جوړ شوي سیمینار په پرانیست غونډه کې وینا وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱۳
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي‌القضات د اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته د جوړ شوي سیمینار په پرانیست غونډه کې وینا وکړه

د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب نن يکشنبې (۲/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه، د سترې محکمې په قضائي زده کړو عمومي ریاست کې د ملک د ټولو اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې د جوړ شوي سیمینار په پرانیست غونډه کې د اسلامي او قضائي نظام د استحکام، عدالت پلي کېدو او د تېرو خلافتونو د زوال لاملونو په اړه وینا وکړه.
محترم شيخ صاحب په خپله وینا کې د عدالت نه پلي کېدل، د مظلوم غږ نه اورېدل او د ظالم د ظلم مخه نه نيول هغه عوامل یاد کړل چې پخواني خلافتونه يې له زوال او سقوط سره مخ کړل.
دغه راز د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات شيخ صاحب د اسلامي امارت او افغان ولس د جهاد او قربانیو یادونه وکړه، د اسلامي نظام قیام او د اشغال خاتمې په اړه یې تفصيلي وینا وکړه، اوسنی اسلامي نظام يې د الله تعالی لوی نعمت یاد کړ او د محاکمو ټول قضائي غړي او ګډونوال يې وهڅول ترڅو د عدالت په پلي کولو کې پوره هڅه وکړي.
د غونډې په دوام د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعيد) ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه وویل، الحمدلله د قضاء په برخه کې ټول جيد علماء کرام ټاکل شوي او تاسو ټول علماء یاست، دلته له تاسو سره د قضائي چارو د لا ښه‌والي او ظرفیت لوړونې په موخه هغه مسايل او ځانګړې ستونزې شريکېږي چې راتلونکې کې تاسو ورسره مخ کېږئ.
محترم شيخ صاحب زیاته کړه، تاسو همت او حوصله وکړئ، خپلو مذاکرو او درسونو ته ښه متوجه شئ او خپل وختونه مو قېمتي کړئ.
د یادونې وړ ده چې په دغه قضائي سیمینار کې چې دوې اونۍ به دوام وکړي، د ملک د ټولو اختصاصي محاکمو (۸۸) قضائي غړو ګډون درلود.
غونډه د قضائي زده کړو د رياست د استاد محترم شيخ صاحب جان صاحب په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی