د سترې محکمې د تدارکاتو امريت خبرتيا

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۴۹
د سترې محکمې د تدارکاتو امريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د کابل ولایت مرافعه محکمي کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو لکه (وریجې، لوبیا، غوړي او دال نخودو) د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له امریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۴/ ۳/ ۱۰ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د  مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنېټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۷۰۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۱۰/۳/۱۴۰۴ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته ۳/۳/۱۴۰۴هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی