د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې د الکولي مشروباتو پر توليد او څښلو متهم و؛ په ۱ /۹ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته تطبيق شوه.
