د زابل او سمنګان ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۲۶۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۵:۹
د زابل او سمنګان ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۲۶۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل او سمنګان ولایتونو مرافعه محاکمو، ښاري ابتدائیه محاکمو، نظامي محاکمو او ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۶۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د زابل او سمنګان ولایتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۵۶) حقوقي دوسیې راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۲) دوسیې فیصله شوې، (۲۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د زابل او سمنګان ولایتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۲۲) جزائي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل او سمنګان ولایتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۱۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی