د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د درېیو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۱۹
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د درېیو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) د عامه امنیت دېوان د رئيس مولوي حمدالله (حمیدي)، د ثبت اسناد وثایق او مخزن آمریت قضائي محرر مولوي سیدالرحمن (سعید) او د تحریراتو آمر قاري میرزامحمد (رشیدي) په ملتیا په ۲۱ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت د وزي ځدران، ګردې څېړۍ او شواک ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د ليدنې په پیل کې له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره وکتل، له اجراآتو یې څارنه وکړه او مسؤولینو ته په خطاب کې یې وويل، خپلې چارې د الله تعالی د رضا په خاطر د اسلامي امارت د اصولو، لوایحو او طرزالعملونو سره سمې ترسره کړئ، حق حقدار ته وسپارئ او هره موضوع په دقیق او شفاف ډول وڅېړئ، له مراجعینو سره غوره چلند وکړئ او له یو بل سره همغږي ولرئ.
په پای کې یاد پلاوي له ولسوالانو، امنيه قوماندانانو او نورو مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې او په امنیتي او ټولنيزو چارو يې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی