د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۶۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۲:۴۴
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۶۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۸/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۱۰ /۶ / ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۶۳۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۶) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۸۱) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۷۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۸۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۱) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۶) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او. . .

بیا په خبرونو کی