په پکتيا ولايت کې د مقتولې کورنۍ قاتلینو ته بخښنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۳:۳۴
په پکتيا ولايت کې د مقتولې کورنۍ قاتلینو ته بخښنه وکړه

د پکتیا ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) او د دې محکمې د جزا دېوان رئيس مفتي محمد کریم (فایق) د ډېرو هڅو او نېکو توصيو په پایله کې په ۲۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع د پکتیا ولایت محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته په ډېر غور او دقت وڅېړل شول؛ د مرافعه محکمې رئیس او نورو مسؤولینو د قضیې دواړه لوري سولې ته ترغیب کړل، چې په پایله کې د مقتولې کورنۍ قاتلینو ته بخښنه وکړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس د مقتولې له وارثينو څخه مننه وکړه وویل، بخښنه کوونکو ته الله تعالی بې حسابه اجرونه ورکوي او د غونډې ګډونوالو ته يې د بخښنې اړوند مهمه وینا وکړه.
 غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی