د هلمند ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۲:۱۲
د هلمند ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ د یاد ولایت د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو رئيسانو، مفتيانو، محررينو، د تحریراتو آمر او د امنیتي قطعې قوماندان په ګدون په ۱۷/۵/۱۴۴۶هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د يادې محکمې رئيس صاحب ګډونوالو ته د غونډې اجنډا بیان کړه.
په دې غونډه کې پر اداري او مالي چارو او يو لړ هغه موضوعاتو چې له ابتدائیه محاکمو راغلي وو، هر اړخيز بحث وشو.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی