په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهمين پر يو ـ یو کال او اته ـ اته میاشتې تنفيذي بند او ۳۶ ـ ۳۶ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمینو تطبيق شوه.