د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس دایکندي ولایت ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۱۹
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئيس محترم الحاج مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) د یوه پلاوي په مشرۍ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د ربيع الثاني میاشتې په ۲۸مه نېټه د حقوقو عمومي ریاست اړوند ادارو د چارو د ارزونې او اړوند مسؤولینو سره د لیدنې په موخه دایکندي ولایت ته سفر وکړ.
د حقوقو عمومي رئيس د دغه سفر په جریان کې لومړی د چارو د چټکتيا او ښه والي په موخه د دايکندي ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره ليدنه وکړه.
ورپسې د یاد پلاوي لخوا د دايکندي ولايت د حقوقو آمر، د ولسوالیو د حقوقو مدیرانو او مسلکي غړو ته د چارو د سمون او ښه والي په موخه سیمينار ورکړل شو.
د حقوقو د عمومي رئيس یاد درې ورځنی سفر د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادي الأولی مياشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱). . .

بیا په خبرونو کی