د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۳۳) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۵۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
