د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۳۴
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئيس محترم مولوي محمد ايوب (قلم)، د مرافعه محکمې د مخکني رئيس مولوي عزيزالرحمن (حقاني)، مرستيال والي عبدالله (حقاني) په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په مرکز اسعدآباد کې په ۱۴۴۶/۴/۱۴ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ اووه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په دې موخه جوړې شوې غونډه کې مسؤولينو هر اړخيزې اصلاحي ويناوې وکړې او له ولسونو يې وغوښتل چې د داسې موضوعاتو په حل کې له خپل نظام مرسته وغواړي او تر څنګ يې ودرېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی