د کابل ښاري ابتدائيه محکمې لخوا څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۴۲
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې لخوا څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۴ مه او ۱۱ مه نېټه د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون جزا دېوان د پرېکړې په اساس د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم د محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان د یادو مجرمينو له ډلې يو مجرم پر شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا او درې نور مجرمين پر يوـ یو کال او شپږ شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبيق شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی