د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس له ښاري ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۱:۴۴
د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس له ښاري ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د خوست د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي امین الله (منیب) په ۲۴/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د مرافعه محکمې د تحريراتو د آمر په ملتيا د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان له الف جز څخه ليدنه او نظارت وکړ.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائيه محکمې له رئيس، قضائي او اداري منسوبینو سره پر یو شمېر ګډو او مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام د یادې محکمې قضائي او اداري اجراآت وکتل شول، د چارو د لا ښه سمون او چټکتيا په موخه ورته د مرافعه محکمې د رئيس لخوا لازم هدایات وشول.
دغه راز محترم مولوي امین الله (منیب) د ښاري ابتدائيه محکمې مسؤولينو ته توصیه وکړه چې په چارو کې همغږي لا تقویه کړي، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د محاکمو ټولو اصولو ته بشپړ پابند پاته شي.
د لیدنې په پای کې د یادې محکمې ضروریات واورېدل شول او مسؤولینو ته یې د یادو ضروریاتو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۶
Background image

د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د يو پلاوي په ملتيا په ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د نورستان ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو د رئیسانو، قضائي غړو، د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو په ګډون په ۱۹ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته. . .

بیا په خبرونو کی