د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۶
د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د يو پلاوي په ملتيا په ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه محکمې رئيس د زندان له آمر مولوي صلاح الدین سره د بنديانو د دوسیو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د مرافعه محکمې رئيس له زندان او بنديانو څخه لیدنه وکړه، محترم مفتي فرقاني بندیانو سره په لیدنه کې د هغوی د دوسيو اړوند ستونزې اوغوښتنې واورېدې او د حل په موخه يې ټولو ته ډاډ ورکړ چې دوسيو ته به یې د اصولو مطابق ژر تر ژره رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی