د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د پروان او کاپیسا د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۱
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د پروان او کاپیسا د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره وکتل

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب ولایاتو ته د سفرونو په دوام د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه دا ځل پروان او کاپیسا ولایتونو ته سفر وکړ.

یادو ولایتونو ته د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د سفر عمده موخه د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ د ناستو ترسره کول او د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې په موخه د یوه طرزالعمل جوړول دي.

د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي اداري مسؤولینو سره ناستې ترسره کړې.
په دې ناستو کې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب د عدالت د تأمین، ډاډمن امنیت، له مظلوم سره همکارۍ او د هغه فریاد اورېدو، د فساد مخنیوي او د ولایتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر لارو چارو خبرې وکړې وویل، د عدالت تأمینول د اسلامي نظام مهمه وجیبه او ځانګړتیا ده.

محترم مفتي عتیق الله (دروېش) زیاته کړه، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ټولو ادارو مسؤولین باید د اړتیا پر مهال له یو بل سره پوره همکاري وکړي، د دوی ترمنځ باید قوي همغږي موجوده وي ترڅو دښمن په هېڅ صورت د جرم ترسره کولو فرصت پیدا نه کړي.

دغه راز غونډې ته د والي صاحبانو په ګډون ولایتي اداري مسؤولینو خبرې وکړې او د همغږۍ تقویه یې لازمي وګڼله، د سترې محکمې د جزا دېوان له عمومي رئیس یې مننه وکړه چې د همغږۍ د تقویې په موخه یې دغه ولایتونو ته سفر وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی