د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په هڅو بلخ ولایت کې د مقتولې کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۲
د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په هڅو بلخ ولایت کې د مقتولې کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د مفتي عبدالحی (شاکر) په ملتیا بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د قتل د یوې موضوع له طرفینو سره وکتل او د یاد پلاوي په ترغیب د مقتولې وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه.
یاده پېښه چې په نتیجه کې یې یو کس یوه مېرمن په قتل رسولې وه د بلخ ولایت محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته د مربوطه محاکمو لخوا په غور او دقت وڅېړل شوه.
ابتدائیه او مرافعه محکمې دغه دوسیه نهايي کړې وه؛ خو د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د قضیې له طرفینو سره په کتنه کې د مقتولې وارثین د قاتل بخښنې ته ترغیب او وهڅول او په نتیجه کې د مقتولې وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او قضیه یې په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د یادې پرېکړې تر ابلاغ وروسته د قضیې دواړو لوریو خوښي څرګنده کړه او قاتل په خپل عمل پېښمانه او د مقتولې له وارثینو یې بخښنه وغوښته.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی