د پکتيکا د مرافعه محکمې د رئيس او ياد ولايت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئيسانو او د قضاياوو د آمر تر منځ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۳:۳۷
د پکتيکا د مرافعه محکمې د رئيس او ياد ولايت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئيسانو او د قضاياوو د آمر تر منځ غونډه وشوه

سه شنبه ۱۴۴۵/۱/۲ ھ ق د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» او د یاد ولایت د علماوو شورا او امر بالمعروف ریاستونو د رئیسانو او د امارت د قضایاوو د آمر ترمنځ د ځینو اړینو موضوعاتو په اړه غونډه دائره شوه.

یاده غونډه چې د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د رئیس الحاج مفتي عبیدالله«خالد» په مشرۍ جوړه شوې وه، پکښې د یاد ولایت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئیسانو او د امارت د قضایاوو آمر ګډون کړی وو.

غونډه د پکتیکا ولایت د محاکمو عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په هر اړخیزه او عالمانه وینا سره پیل شوه، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د خلکو د حقوقو د ضائع کېدو د مخنیوي او شته ستونزو ته په وخت سره د رسېدو په خاطر دا ډول خپل منځي جلسې ضروري وبللې، تر څو شته ستونزو او مشکلاتو ته پکښې د حل لاره پیدا شي او په وخت سره رسیدګي ورته وشي.

خالد صاحب د امارت د قضایاوو له آمر سره د امارتي ځمکو په اړه هم خبرې وکړې، تر څو خداس مه کړه چې یادې ځمکې د اشخاصو لخوا حیف او میل نشي.

د علماوو شورا  او د امر بالمعروف رئیسانو په عموم کې د ولایت په سطحه د شته ستونزو د لمنځه وړلو او عامو خلکو د بې ځایه تکلیف او د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته په وخت سره د رسیدګي په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او دا ډول اداري جلسې یې ضرور وبللې، تر څو پکښې ستونزو ته حل لاره ولټول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی