د پکتيکا د مرافعه محکمې د رئيس او ياد ولايت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئيسانو او د قضاياوو د آمر تر منځ غونډه وشوه
سه شنبه ۱۴۴۵/۱/۲ ھ ق د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» او د یاد ولایت د علماوو شورا او امر بالمعروف ریاستونو د رئیسانو او د امارت د قضایاوو د آمر ترمنځ د ځینو اړینو موضوعاتو په اړه غونډه دائره شوه.
یاده غونډه چې د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د رئیس الحاج مفتي عبیدالله«خالد» په مشرۍ جوړه شوې وه، پکښې د یاد ولایت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئیسانو او د امارت د قضایاوو آمر ګډون کړی وو.
غونډه د پکتیکا ولایت د محاکمو عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په هر اړخیزه او عالمانه وینا سره پیل شوه، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د خلکو د حقوقو د ضائع کېدو د مخنیوي او شته ستونزو ته په وخت سره د رسېدو په خاطر دا ډول خپل منځي جلسې ضروري وبللې، تر څو شته ستونزو او مشکلاتو ته پکښې د حل لاره پیدا شي او په وخت سره رسیدګي ورته وشي.
خالد صاحب د امارت د قضایاوو له آمر سره د امارتي ځمکو په اړه هم خبرې وکړې، تر څو خداس مه کړه چې یادې ځمکې د اشخاصو لخوا حیف او میل نشي.
د علماوو شورا او د امر بالمعروف رئیسانو په عموم کې د ولایت په سطحه د شته ستونزو د لمنځه وړلو او عامو خلکو د بې ځایه تکلیف او د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته په وخت سره د رسیدګي په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او دا ډول اداري جلسې یې ضرور وبللې، تر څو پکښې ستونزو ته حل لاره ولټول شي.