د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۶
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (حقاني) او ورسره مل پلاوي په ۲۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د لغمان ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د بندیانو حالت له نږدې وکاته، د هغوی ستونزې يې واوریدې او د زندان مسؤولینو ته يې د يادو ستونزو د حل په موخه لازم هدایات وکړل.
د لیدنې په دوام یاد پلاوي د بندیانو د دوسیو په اړه معلومات تر لاسه کړل؛ ترڅو په زندان کې بې‌برخلیکه کسان پاتې نشي.
دغه راز یاد پلاوي له هغو زندانیانو سره جلا، جلا وکتل چې د خپل برخلیک په اړه یې اندېښنه درلوده، هغوی ته یې ډاډ ورکړ او ورته وویل، ستاسو دوسیو ته به د شریعت د اصولو په رڼا کې رسېدنه کېږي.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس د زندان مسؤولینو ته وویل، را سپارل شوې دندې زموږ دنیوي او اخروي مسؤولیت دی، چې باید په صداقت او ایماندارۍ يې ترسره کړو، په ځانګړې توګه د بندیانو پر وړاندې چې دوی د انساني کرامت خاوندان دي، خدای مکړه د دوی په چارو کې د ناغېړۍ له  امله الله تعالی له موږ څخه ناراضه نشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی